تــــــورکــــــړن ليک !
ژبارونکی : عزيزاحمد خوارمل ژبارونکی : عزيزاحمد خوارمل

 

           

دانټرنيټ دفارسی منابعوڅخه

 

           دنړی لويه برخه روښان اندی اوپوهان په دی باور دی چې غربی هيوادونه په نړی کې دبشری حقونود تامينولواودپرځاي کولوپلويان دی اوددی مهم امردپرځای کولوپه خاطرچې دمخ پرپراختيا  هيوادونوکښې پراختيای يي ندی موندلی  عملی يې کړی په داهسی حال کې چې دوي خپله په بربنډه توګه په نړی کې دبشری حقونوپه نقض کولواونه مراعات کولواونه پرځای کولو کې ککړدی .

 

 

       دغه هيوادونه  دبشری حقونودپلويانوترنامه لاندی دنړی  په هرګوټ کې په ټوپ وهلوسره لاس وهنی کوی او ځانونه دنړی دخلکودبشری حقونو دمــدافع وکيلانوپه توګه ورپيژنــــــــی  ، داپه داهسی حال کې دی  چې ددغه هيوادونو خپل خلک يې دخپلوواکدارانودکړنوپه هکله ډير ناراضه دي اوپه( ۲۰۰۶  ) م کال کې دامريکی دهيوادکړن ليک  دبشری حقونودنقضولوپه هکله  کې  ددی ليکل سوی کرښوژوندی،روښانه اوښکاره مثال دی .        
       که په تيره  يوه لسيزه کښې دامريکی ددولت وکړنوته  ځيرشو دارا په ګوته کوی چې ددی هيوادواکداران  هرکال دنوروهيوادونودبشری حقونودوضعيت په هکله ګزارشونه خپره وي،حال داچې دوي په خپله په نړی  کې دبشری حقونودنقضولوپه تور تورن دی اوتل دبشری کرامت دترپښولاندی کوونکی ستر تيری کوونکی اوعاملين دی  اوددوي  دغه بشری ضدکړني،چې پيژندل سوی بشری  حقونه اوانسانی اصول يې ترپښولاندی کړی اودنوروهيوادونوواکداری يې ترخپل زبرځواکی لاندی راوستی دی په روښانه ډول څرګنده دی ،دملګروملتودسازمان اودنړی خلک اودهغه هيوادونه لخواچې په نړی کې  دسولی اوعدالت مينان  دی  په کلکه سره دامريکی دغه کړنی غندل  دی اوډيری ګوت نيونی يې په دی هکله پردوي کړی دي .

د(۲۰۰۶) م کال دجون په مياشت کې  دملکروملتونودسازمان دبشری حقونودکميټی په (۸۷) اوه اتياومه جلسه کې پربشری حقونوباندی تيری اودهغه نقضول اونه پرځای کول په نوروهيوادونوکې دامريکی دمتحده ايالاتو لخواڅخه دانګيرنی وړوبلل . همدرانګه دغه کميټی  دانګيرنوپه بيانولوسره وامريکی متحده ايالاتوته په توصيه کولوسره  دامنيتی کړنود پيلی کيدوپه هکله يی په پټواومخفی ځايونواوجيلونوکښی  په دغه پټوځايونوکښی دډيری موده دپاره دخلکوبنديانول،حبسول اوپټ ساتل ،اودبنديانوڅخه غيربشری  ګټي اخيستنی اوسواستفادی  اوپه جګړه کې دترهګری پرضددنړيوالوکنوانسيونونه رعايت کولواونه پرځای کولويې بيان اووړاندی کړ.

         دخلکونه په يو ټول پوښتنی کښې راڅرګنده سوچې دامريکی نړيوال حيثت اواعتبارپربشری حقونودتيری له امله او د بشری حقونوپه نقضولوکې سره له دی چې دغه هيواد ځان د« بشری حقونوڅخه ملاتړکوونکی  » اوسترپرچمداربولی  بی اعتباره کړی ،ډيسکريديته اوبی اتوريتی سوی دی ترهغه ځای چې دبی بی سی راديوددغی مسئلی په هکله يې نظرغوښتنی يې رامنځته کړی وواود(  ۲۰۰۷ ) م کال  دجنوری په مياشت کې خپورکړاودامريکی دمتحده ايالاتو کړنی يې په نړيواله کچه ترڅيړنی لاندی راوستل ،چې په نتيجه کښې په  دی هکله دتيرکال په پرتله  خوارډيرزيات په بدډول  سره ډيری پيښی يې رامنځته  کړی   دی اواچت پړاوته اوښتی دی  .

          همدارنګه دبشری حقونو ددغه ګزارش  خپريدل له يوخوانه  اودامريکی لاس وهني دنوروهيوادونوپه داخلی چاروکې،اودبل اړخ نه،دا دوه فکتورونه ددی سبب شو چې په دی هکله  دډيروهيوادونواعتراضونه ،ناندري ،ګوتنيونی اومخالفتونه يې راوپاره وی. اودډيروهيوادونود لړليد پربنسټ  دهغوله جملی نه دچين اودروسيی  دهيواد ونو بربنډه څرګنډه وني چې تل دغه هيوادونه دا وايی :واشينګټن د خپلوکړنوپه ليدلوکې ړونددی مګرپه دی هکله دنوروخلکواونوروهيوادونوکړنی بيا وينی .

په هغه ګزارش کې چې دبشری حقونوڅخه  دتيری اودنقض کولوپه هکله هرکال دامريکی دباندنی چارودوزارت لخوا خپريږی ديوشميرهيوادونوڅخه نوم اخيستل کيږی اودواشينګتن لخواترډير کلک ګواښ اوسختوتبليغاتولاندی راځی،دچين دولت دغه لړليک سوی اونوم ليک سوی  ګزارش  يې سياسی وباله اوپه زغرنده  توګه يې وغندل اووی يې نه منل نيوکې يې پروکړ اوپه ډاګه يې وويل چې دامريکی متحده ايالاتو دبشری حقونودتيری اودنقضولوپه بهانه  پرنوروهيوادونوباندی  دواکداری په لټه کې دی .اودا هيواد خپله په داهسی حالت کې دی  چې خپل پرابلمونه ،مشکلات اونيمګړتياوی ته نه ګوری هغه يې هير کړی هژمونيک اودوه -۲)ګونی برخورديې دنوروهيوادونودبشری حقونو په  اړه يې وننداری ته پريښی دی . همدارنګه دروسيی هيوادهم دامريکی دمتحده ايالاتودباندنيودچارودوازرت  دبشری حقونوکلنۍ ګزارش يې  په اصل کې يوسياسي اودواقعيت څخه ليری وبلل  .

       دروسيی دباندنيوچارووزارت په دی عقيده مند دی چې واشينګتن په ډيروبرخوکښی دروسيی پيښي يې  په ناسم اوغلط ډول تفسيرکړيدی اوموخه يې دامريکی دخلکوواداره کيدل اومجبوره کيدل ودی ته دی  چې ووايی په اوسنی وخت کې دروسيی عاجل اړتيا ودموکراسی ته دی  .

دبشری حقونوترسرليک لاندی وژني

   هغه څه چې دامريکی متحده ايالات دبشری حقونوپه پلمه په عراق کی يې  په (۲۰۰۶۰ م کال کې ترسره کړ ،ددی هيواد د دوسيی دتړلودپاره دملګروملتونودسازمان دبشری حقونوپه لړليک  کې څرګنده سوچې دعراق دپلوی په توګه يې  نوربس دی ،په همــــدغه کال کــــې دملګروملتونودسازمان دبشری حـقونوکميټه  دچين  دخلکوددولتی شوراداطلاعاتوګزارش ،ددايرّه المعارف ګزارش،آزادانټرنيټی ويکيپدا Wikipedia ګزارش اودملګروملتونودعفوی دنړيوال سازمان  ګزارشونه پردی ويلويې ټينګارکړی  دی،دهغه جملی څخه  هغه فجايعي،جنايتونه اوناوړه چاری چې  دامريکايې قواوپه وسيله اودسربازانوپه لاس په (۲۰۰۶) م کال کې  په عراق کې ترسره سويدی يوهم ديوی عراقی کورنۍ  دټولوغړويوځايي  اوټوليزه وژنه وه چې انګليسی ورځپاڼه ساندی تايمز ددی وژنوپه هکله يې وليکل امريکايې سربازانوپه(۲۰۰۶) م کال کې دمارس دمياشتی په (۲۶) نيټه يوه (۱۱)يوولس کسيزه ه عراقی کورنۍ يې ووژل .دغه دوژنۍ پيښه په داهسی حال کې ترسره سوه چې  (۵) تنه کوچنيان  دشپږو(۶) مياشتوڅخه نيولی بيا ترپنځه (۵) کلن پوری وو ،او(۴) تنه ښخۍ  په وژل سووکسانوکښې  ليدل کيده .    
           داينډيپندنت ورځپاڼه  هم وروسته په (۲۰۰۶) م کال دجون په مياشت کې  دڅلورو(۴) تنوامريکايی جنايت کاره سربازانوپه هکله  وليکل : دغه څلورتنه سربازان پريوه (۱۴) کلنې عراقی انجلۍ  باندی چې ابيرقاسمی الجنی  نوميده تيری يې وکړ او وروسته ترتيری نه دده موراوپلاراويوه (۵ ) پنځه کلنه کوچنۍ خوره  يې له  ده سره ټوله يې يوځای مړه کړل .

         همدارنګه امريکايې قواوی د (۲۰۰۶) م کال  دمی دمياشتی  پر(۳۱) نيټی باندی  دوه عراقی ښخۍ يې ووژلي اوداوژنۍ هغه مهال رامنځته سول چې امريکايي سربازانو  دبغداد په شمال کې په يوه دتالاښی  په امنيتی پوسته کې دنده يې ترسره کوله چې دوي خپل موټر يې  ونه دره ول پردوي يې اوپرموټر يې ډزي وکړی  اودموټرټول سپرلی يې ورووژل  .

        دسی ان ان شبکی  د(۲۰۰۶) م کال دجون دمياشتی  پر(۵) نيټی  باندی  په يورپوټ کې وويل : د امريکايي سربازانو يوی دلګی يو (۵۲) کلن معلول  سپين ږيری سړی يې دسړک پرغاړه ويوی کندی ته ورواچول په ډزوباندی هغه  يې  ووژل   اوبيا يويوم (بيل)اويوميل اتوماته وسله يې دده دتابوت سره کښيښود ترڅوداهسی څرګنده سی  چې هغه يوترهګروو اوپرسړک باندی بمبونه يې  ښخه ول.  دامريکی دنظامی قواويوويندوی دصدرپه ښارګوتی کې دعراقي بی  کناهوخلکو وژل يې دامريکی دنظاميانوپه وسيله،په دی هکله داهسی وويل : دامريکايي قواوپه يوستريرغل کې  دبغدادپه لويديزه سيمه کې دصدرپه ښارګوتی کښې چې ټول اوسيدونکی يې شيعه ګان ( ال تشيع ) دی امريکايې سربازانو دشپږويشت (۲۶) تنوپه شااوخواکې اولسی  بی ګناه خلک يې ووژل او اوه لس (۱۷) کسه نوريې دځانه سره يوړل اوبنديان يې کړل  .

په جيلونوکښی  شکنجی ورکول يو عادی امردی  

            په (۲۰۰۶ ) م کال کې دامريکی هيواد دپټواوښکاره جيلونوپه  ډيردرلودلوسره لمړی مقام ترلاس کړ.دامريکايي نظاميانواوسربازانولخوا وبنديانوته دشکنجواوډول ډول وهلواوتکهولوپه ورکول کې ، په عراق کې اوپه نوروامريکايي جيلونوکښی چې دنړی په نوروسيموکښې دامريکائيانولخواجوړسويدی،په جيلونوکښې جنايتونودوام او ادامه لری ،ګزارشونه يوازی په ابوغريب پوری  محدوده ندی  دبشری حقونودليدونکوکميسون دګزارش پربنسټ چې د(۲۰۰۶) م کال دجون په مياشت کې  خپورسو دشکنجی اونوروتيريو په هکله چې دامريکی په جيلخاني کې دبنديانوپه وړاندی ترسره کيږی دغه کړني اوس  يوه معمولی څيره اوبڼه يې ځانته اختيارکړيدی ،بنديان تل کلک وهل کيږی اوتهکول کيږی،اوترروانی فشارونولاندی  راځی ،دخوبه څخه محرومه کيږی اوپه دوامداره توګه بي خوبي ورکول کيږی کله په ډيريخ ځای کې اوياپه ډيره ګرمی کې اوتاده هوااوتودځای کې ساتل  کيږی اوامريکايي سربازانوته دبنديانو څخه دسوی استفادی اوددوي په وړاندی دبدو چارو تر سره کول دقوماندان اودقوماندانی لخوادسلسله يې مراتب په نظرکې لرلوسره ورښودل سوی اودوي ته ويل سوی دی چې ددوي ترواک لاندی په  دی ډول جيلونوکښی دغسی  بنديان دژنودکنوانسينونو دموادوڅخه برخورداره ندی اودوي په دی کې شامل  کسان ندی      . 

فاکتونه ددی ښکارندوی دی چې تر(۵) پنځه ميليونه  او(۸۰۱)  اته سوه يوزره جنايي پيښي  په يوکال کې   دامريکائيانولخوا ترسره کيږی . همدارنګه ګزارشونه ددی څرګنډوی دی  هغه بنديان چې د(ناما) په  اردوګاه کې  په بندکې  شپی اوورځی تيره وي  دغه  دامريکائيانو په لاس جوړشوی جيلخانه کې چې  دبغدادپه هوايي ډګر کې دی اودنړيوالوبشری حقونواووګړنی نورمونو خلاف جوړشويدی اودنړيوال دسره صليب دکميټی  سره هم ثبت اوراجستر ندی .

          په دی جيلخانی کې پربنديانوباندی ډول ډول شکنجی ترسره کيږی اويوډيرشميربنديان  داعدام اووژلوپه وخت کې درول کيږی اوامريکايي سربازانودخپلوتمريناتواودنښان دپخولو په خاطردوي ليری دروی دزی اوفيرونه پرکوی اوددوي  څخه داډول کاراخلی اوددوي په وژلوسره خپلی نخښی پوخوی .         دملګروملتونودبشری حقونودسازمان کميټه اودعفوی دنړيوال سازمان لخوا   په (۲۰۰۶) م کال دمی په مياشت کې د(۱۴)څوارلس زروعراقيانونيونه چې بيله کوم جرم اوجنايته څخه  نيول سوی وه دغه نيونی يې محکومی کړی  اووی يې غندل.   داستراليا دسی بی اس cBS TV تلويزونی شبکی د(۲۰۰۶) م کال دفبروری په (۱۵) پنخه لسمه،ترلسوډيرويديوئی کليپونه اوتصويرونه يې دعراق دابوغريب دجيلخانی نه  خپوراونشرکړ.

       اوهمدارنګه نيويارک تايمزپه (۲۰۰۶) م کال کې دمارس په (۱۸) اته لسمه نيټه وليکل : دامريکايې  دنخبه عملياتو دمخصوصو قواودسربازانويوی دلګی دصدام حسين دنظامی قواويوقرارګاه يې  چې وبغداد ته نږدی دی په يوه پټه جيلخانه يې اړه ولی دی امريکايي سربازانودغه جيلخانه يې دشکنجي اوپوښتنواوګړويژنوپه ځای  يې اړه ولی دی دغه دشکنجې ځای کوچني اوتنګي ګوټي لري اوبيله کړکۍ دي اودتوردجيلخانی(تورزندان) په نوم ياديږی  امريکايي سربازان دلته بنديانوته شکنجي ورکوی بنديان دتوپک په قنداقونوباندی وهی اوپه سل ګونی نورډول ډول شکنجي دلته دبنديانوپه وړاندی ترسره کيږی .

دګوانتانامودبنديانوپه هکله څارنه اوانګيرنه ادامه لری

           دملګروملتودسازمان دبشری حقونودکميسون کارپوهانودامريکی دمتحده ايالاتوکړني چې  ديوشميرترنظرلاندی تورن اوککړو خلکو په خپل سر  نيونی اوله بنديانو څخه  چې په جيلخاني  کې له دوي څخه غيرانسانی  ګټی اخيستنی  کړی دی  اوسوی استفادی نه يې کار اخيستی دی  اوډول ډول جنايتونه  يې دبنديانواوپه بند کې دنيولوشوکسانوپه وړاندی ترسره سوی اوترسره کيږی  ،دغه کارپوهانودامريکی دولت او چارواکی يې په سرغړه وني او دنړيوالوبشری حقونونه په تيری اوپه نقضولويې   تورن کړی دی  او  غندلی دی ،مګرګوانتاناموهغه  شاهداو دجنايتونوهغه ځای دی  چې دا ټوله جنايتونه اوفجايع رابربنډه کوی چې واشينګتن هيڅکله  ددی ډول کړنودله منځه وړوته هيڅ پام نه  دی اړه ولي   .

         په عراق کې  دامريکی پراخه جنايتونه  دټولو رسنيوپه لمړی برخه  کې هره ورځ خپريږی  چې ممکن نوربه په ګوانتناموکې  دجنايتونو  نه خبراواخبارخپوراونشرنه سی مګرهمدارنګه دا روښانه اوبربنډه ده چې په ګوانتاناموکې  جنايتونه ادامه لری   .

         دانګليس داينډيپندت دورځ پاڼی دګزارش پربنسټ دګوانتاناموپه جيلخانه  کې (۴۶۰) تنه بنديان دی  اوله دی جملی نه په  لس هاوتنه يې ځوانان دی  اوشپته (۶۰) تنه يې داته لسو (۱۸) کالونه کښته اولږ عمرلری   اوددی شمير له جملی نه  کوچينی يې (۱۴) کلن دی  .

        دواشينګتن پست د(۲۰۰۶) م کال دمی  دمياشتی دديرشی (۳۰) مي نيټی دګزارش پربنسټ : پنځه اويا (۷۵) کسه بنديان دامريکی دسربازانو دبد چلندپه وړاندی يې مظاهری  او دخوړو دنه خوړلواعتصاب  يې وکړل   .

        اسوشيتدپرس بل ځلی هم وليکل : د(۲۰۰۶) م کال  دجنوری په لسمه درو (۳) تنو بنديانو دخپلوکاليواونورووسايلو په وسيله  ځانونه يې وځړول اواعدام يې کړ .   

         دعفوی نړيوال سازمان    دغه کړني  يې دامريکی دهيواد دبشری حقونو څخه دتيری يوبل ضعيف  کړن ليک وباله،اوهمدارنګه دامريکی دمتحده ايلاتودفوځی کميسون قانون چې د(۲۰۰۶) م کال داکتوبردمياشتی په (۱۷) اوه لسمه نيټه دهغوککړواوتورنوخلکو په هکله چې د ترهګری اودتروريتسی چارو په تورنيول کيږی  تصويب يې کړترڅو دتورنواوککړوکسانونه په دی اړه په کلکه سره پوښتنی اوکړويژنی وسی او دپوښتنواوګړويژونو په وخت کې وچارواکو اووامنيتی کسانوته دهرډول کړنو (جبراوزور،وهل اوټهکولو) څخه دکار اخيستنی پوره اختياراواجازه ورکول سويدی .

       مارتين شين وين دملګروملتونونامتو ګزارش ورکوونکی اورپورټر دبشری حقونواوددبنسټيزوآزادی دپراختيا اوملاتړپه هکله ديوګزارش په خپرولوسره يي داهسی وليکل :ددی فوځی قانون دمندرجوموادولويه برخه دعادلانه محکمی داصولوسره توپيرلری اودژنودکنوانسيون دنړيوال مدنی حقونواودسياسي حقونوددريمی (۳) مادی ضداوپرخلاف جوړسوي دي.     .

 


دخلکوپرشخصيت اوشخصی   ژوندباندی تيری

        دوه پردريمه  برخه امريکائيان په دی باور دی چې  اف بي اي  اوپه فيدرالی نظام پوری تړلی رسنيی دخلکوشخصی اوځانی ژوندته  ورننوزی اوبی ځايه  مزاحمتونه ،تيری اوناحقه مداخلي ترسره کوی په سلوکښی شپږواويا(۷۶) فيصده امريکايی شرکتونو ته،کله چی ددوي کارکوونکی دانټرنيټ له طريقه غواړی چې  دشرکتونوپه خصوصياتوځان وپوهوی  ددوی لخوا کنترول کيږی .همدارنګه په سلو کښې د (۶۵) فيصده خلکوانټرنيټی سايټونه  ددغوارګانونولخوا فيلترکيږی   . 

       فقردنړی  په ډيرو ستروشتمنوهيوادونوکښې  غوغا اوفريادکوي (۳۷) ميليونه امريکائيان يعنی (۶، ۱۲) لسمه  په سلوکښې په دی هيوادکې په (۲۰۰۵) م کال کې کاملآ پقيراوناداره  خلک وه .

           دامريکی دشميرنی اود احصائيی داداري  ګزارش وښودل چې (۷) اوه ميليونه او(۷۰۰) اوسوه زره پوره خلک پيسی نه لری اويا درا  وړنو اودخوړودلاسته راوړلواويا بله  کومه ګټه او سرچينه اومنبع دخوړودرانيولو دپاره نلری   . همدارنګه په امريکی  کې (۶۰۰) شپږسوه زره بی کوره کسان سته دی  چې (۱۶) شپاړس زره يې دواشينګتن ډی سی  اويوشمير نوريې دنيويارک په ښارکې بی کوره ژوند سبا کوی   .

په مدرنه امريکا کې  دقوانينوڅخه سرغړوني

        دامريکی دمتحده ايالاتولخوادبشری حقونوڅخه سرغړوني په دی امريکايي ټولنه کښی ډيرپه عادی ډول جريان لری . امريکائيان په دی باور دی چې ددوي په ټولنه کښی جنايتونه  دبشری حقونونه سرغړونی  داوسيدونکوداوسيدودحقوقونه پرځای کول،آزادي اوځانی امنيت ټوله دامنيتی چارواکواومسؤولينولخواترپښولاندی کيږی . فاکتونونه  اوشميرنی ددی ښکارندو ی دی چې  د(۲۰۰۶) م کال په لمړيودرو(۳) مياشتوکښی دقتلونو،وژنو،وسليز يرغلونه، اونورجرمونه اوجرايم دری اعشاره اوه  ( ۷،۳) په سلوکښی پراختيا موندلی دی مسلحانه يرغلونه نهه اعشاريه اوه  (۹،۷) په سلوکښی  زيات سويدی . هغه کسان چې په خپله دشخصی وسلوڅخه کاراخلی  دامريکی هيوادپه نړی کښی لمړی هيواد دی اوپه (۲۰۰۵) کال کې (۴۷۷۰۰۰) څلورسوه اوه اويا زره نفردلوټماروګروپونواومافيايې بانډونولخواوژل سوی  دی اوپه ښوونځيوکښی ډيرځلی ددغوکسانولخوادوسلوپه ذريعه د  ډزو ،فيرونو په نيجه کښی وژنی ترسره سوي دی اودا ډول کړني ورځ په ورځ په تعليمی اودزده کړو په سيموکښی مخ په زياتيدو دی.  

      په امريکی کې دپنځه (۵) کالوپه موده کښی  وروسته دسپتامبرديوولسمی (۱۱) می نيټی نه ددری پرڅلرمه برخه تورن کسان چې په ترهګری ککړاوتورن دی  دپوره اومستندوشواهيدواوداسنادواوپه نه درلودلوسره محمکه سوي نه دی .امريکا په نړی کې يوازنۍ هيواد دی چې دبنديانوپه بيره ولوسره بنديان ترروحي فشارونولاندی راولي يي حتی دبنديانوپه زورنه اوبيره ولوکې  دتعلمی اوپوليسی سپي (سګ)  څخه کار اخلی.اودامريکی په جيلونوکښی هرکال نږدی (۷۰۰۰) اوه زره امريکايي بنديان په جيلونوکښی مري .   

دهيوادپالنی قانون يوه ستره پلمه

       جورج بوش وروسته دسپتامبر ديوولسمی نيټی نه  د«هيوادپالنی  دقانون» په پلمه اواستينادسره دټولواوسيدونکودتيليفونودخبروکولواوداوريدلواودانټرنيټی ايملونودڅيړني امرصادرکړ،اودخلکود سخت غوغا،احتجاج اوغبرګون سره مخامخ سواودغه جنګجالی پيښه په (۲۰۰۶) م کال هم ادامه درلود دنظامی چارواکولخوا دامريکی په ټولنه کې دتندوبشری حقونونه په سرغړونوسره ډيری سونزی رامنخته سول اواوسيدونکوهيڅ ډول آزادی ،امنيت اودژوندکولوتضمين يې نه درلودل  .         نيويارک تايمزدغه موضوع يې خپوراونشرکړپه دغه موده کښی يوشميرمخابراتی شرکتونه ،هغه شرکتونوچې دامريکی داطلاعاتودسازمان سره غيرقانوني اړيکی لرلي ددی هيواد داوسيدونکوتيليفونی خبری يې په ګډه سره کنترولولي اواوريدلي،که څه هم دغه ورځپاڼه ددغوشرکتونودپيژندګلوی څخه لاس واخيست اودولتی چارواکو په دی هکله همدومره يې وويل چې دغه کنترول کول يوازی دنړيوالواړيکوپه هکله ترسره سوی دی ،مګرهمدا اوس دغه پټ اومخفی کاربربنډه سوی چې دامريکی دخلکو شخصی تيليفونه اوخبراتروجريان هم کنترول کيږی اوهم اوريدل کيږی .

       دبوش ددولت دغه پيل داوسيدونکو دتيليفونودکنترول دجاسوسی دکارپه هکله ددی سبب  وګرځيدچې ددی هيواددکنګری يوشميرغړی هم په احتجاج   لاس پوری کړ          .       
       داهسی ويل کيږی چې دامريکی اطلاعاتی ارګانونه په ورځ کې زياتره د(۷) اوه ميليونه دخبراترواودتيليفونونو دمکلاماتواوخبروکولوجريان يې کنترول کړيدی  اما په دی  منځ کې خپله امريکايي اوسيدونکی دمسلمانانو په پرتله ډير ترکنترول اوځيرلاندی راغلی دی، همدارنګه دامريکی داطلاعاتواودجاسوسی سازمان هم اعلان وکړ چې (۱۲۰) يوسلوشل اطلاعاتی مرکزونه دمسلمانانوفعاليتونه يې ترڅارني لاندی نيولی دی  اوترڅارنولاندی لری  اوددوی ټيليفونی خبری اوريدل کيږی اوددوي اړيکی ترکنترول لاندی نيول کيږی  .

      دنيوزلند ورلدريپورټ دمجلی مسؤولينو په خپل انټرنټی سايټ کې وليکل: دامريکی دولت وروسته دسپټامبرد(۱۱ می )يوولسمی نيټي نه ډيرمسجدونه اونوردتګ اوراتګ ځايونه يې په ډير جدی توګه ترنظارت لاندی نيولی دی ترڅوخپل دکړنوکړنلاره عملی کړی اوپه صورت وکولاشی چې په دی هيواد کې :ه اټومی اوهستوی مواددترهګرولاسته ورغلی وی  هغه لاس ته راولی او پيدايې کړی،اودمخ نيويې دپاره يې په دغه کار پيل اولاس پوری کړيدی  ./

 

 

 


August 27th, 2007


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی